په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي په افغانستان کي يوه د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت سوې

د امریکا اين پي ار رسنۍ راپور ورکړی، چي په ۲۰۲۵ ميلادي کال کي په افغانستان کي د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت سوې ده. دغه امريکايي رسنۍ په خپل خپاره سوې راپورکي په افغانستان کي د ګوزڼ د پېښو د رامنځ ته کېدو په تړاو ويلي دي، چي په افغانستان کي د پوليو د واکسين په روانو کمپاينونو کي د خنډ له امله د ګوزڼ د پېښو د رامنځ ته کېدو له پاره لاره هواره کړې ده. په راپور کي ويل سوي دي، چي په ۲۰۲۴ ميلادي کال په جريان کي په افغانستان کي د پوليو ۲۴ مثبتې پېښي ثبت سوي وي. راپور زياتوي که په افغانستان کي په دوامدره توګه دپوليو واکسين کوچينانو ته ور نه کول سي امکان لري، چي دا ډول نوري مثبتي پېښي هم ثبت سي.
اين پي ار د راپور په حواله د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدل چي د پولیو واکسین ملاتړ هم کوي؛ دغه اندېښنې راپورته کوي، چي ښایي په افغانستان کي د ګوزڼ پېښي نوري هم زياتي سي. د روغتیا نړۍوال چارواکي اندېښنه لري، چي ښایي د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدو سره دغه شمېرې لا پسې زیاتې سي او د افغانستان ترڅنګ نور هېوادونو کي هم ورته د ګوزڼ پېښي رامنځ ته سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *