پوتين:پر ایران د امريکا او اسرائيلو بريدونه بې دلیله تېری دئ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کي د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه تېری بللی دئ.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخي، پوتین د دوشنبې په ورځ، د جون په ۲۳مه، په مسکو کي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره لیدلي دي.
پوتین په دغه ليدنه کي ويلي، چي پر ایران د امريکا او اسرائيلو بريدونه بې دلیله او بې توجیهه تېری دئ.
هغه ويلي: «دا پر ایران یو بشپړ بې دلیله تېری دئ، چي هیڅ بنسټ نه لري.»

دغه راز د رویټرز خبري اژانس د‌ دوشنبې په ورځ د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چي د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای په یوه لیک کي د پوتین څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده