د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو وروستیو څرګندونو کښي پر اوکراین تور لګولی، چي د روسیې پر ملکي زیربناوو ئې ترهګریز بریدونه کړي دي. هغه ویلي، دا ډول کړنې، لکه د بریانسک او کورسک په سیمو کښي د ریل پټلۍ پر زیربناوو بریدونه، د اوکراین د مشر له لوري په قصدي توګه د سولي خبرو د ګډوډولو او د خلګو د بېرولو له پاره ترسره سوي دي. پوتین زیاته کړې، چي د اوکراین اوسني مشر د سولي غوښتونکی نه دئ او د واک ساتل ورته د خلګو د ژوند او سولي په پرتله مهم دي. نوموړي دا هم ویلي، چي د اوکراین دا کړني د هغو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ ترسره کېږي، چي د ده په وینا، د ترهګرو ملاتړي دي. پوتین ټینګار کړی، چي د سولي خبري له هغو کسانو سره، چي پر ترهګرۍ تکیه کوي، ناشوني دي او دا بریدونه د جګړې د دوام او د سولي د مخنیوي نښه ده.