پوتين: روسيې د خپلواکۍ د‌ جګړو پر مهال د امريکا څخه مالي او نظامي ملاتړ کړی وو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، چي د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکي د تاریخ په اوږدو کي تل ښې او ځانګړي وې او دواړو هیوادونو تل د همکارۍ له پاره ګډ ټکي موندلي دي.
پوتین د یکشنبې په ورځ د روسي خبریال پاول زاروبین سره د مرکې پر مهال ويلي: «له پخوا راهیسي موږ له امریکا سره ښې او ځانګړي اړیکي لرو. کله چي دوی د بریتانیا له استعمار څخه د خپلواکۍ له پاره مبارزه کول، موږ د دوی ملاتړ وکړ، وسلې مو ورکړې او مالي مرسته مو ورسره وکړه.»
هغه دغه راز ويلي د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د شمال او جنوب ترمنځ هم روسيې د شمالي اړخ ملاتړ وکړ.
پوتین ټینګار کړی، چي روسيې داسي ګډ ټکي د امريکا سره پيدا کړي، چي په مرسته به ئې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي لاهم ښې سي.
تر دې مخکي، کرملین ویلي وو، چي پوتین د جولای په دريمه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کي د امریکا په خپلواکۍ کي د روسیې د رول په اړه خبري کړي وې.
ولادیمیر پوتین همدارنګه د جولای څلورمې نیټې په مناسبت، چي د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده، ټرمپ خپلواکۍ مبارکي ويلې.