د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د رسنیو سره په خبرو کي ویلي دي، چي د اوکراین سره مخامخ خبرو کولو ته حاضر دئ.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ویلي دي، چي روسیه په سیمه کي تلپاتي سولي ته ژمنه ده او د واقعي مذاکراتو ملاتړ کوي.
په ورته وخت کي د اوکراین حکومت منلې، چي دوی د لوېدیځو هیوادونو له استازو سره د لیدو لپاره لندن ته یو مذاکرهکوونکی پلاوی لېږلی دئ، ترڅو د اوکرین او روسیې د اختلافات د حل له پاره پر نړۍوال یو میکانیزم کار وکړي.
بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چي هیواد ئې ډیپلوماتیکو هڅو ته ژمن دئ، خو د امنیت تضمین او نړۍوال قانون ژمنتیا هم غواړي.