پوتین وایي روسیه په فضا کې د اتومې وسلو د ځای پر ځای کولو اراده نه لرې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په فضا کې د اتومی وسلو د ځای پرځای کولو پلان رد کړی او ویلی یې دی چې دغه هېواد د امریکا په څېر فضایی وړتیاوې لری. د سپینې ماڼۍ د ملې امنیت ویاند جان کربې وویل چې په فضا کې د اتومې وسلو ځای پر ځای کول به د بهرنۍ فضا نړیوال تړون سرغړونه وې ، مګر په دي اړه یې څه نه وويل چې روسيې وسلي اتومې دې.

د روسيي په ګډون د ۱۳۰ څخه زياتو هيوادونو داسې تړون لاسليک کړی چي هيڅ هيواد اجازه نه لرې چي په فضا کې اټومې وسلې ځای پر ځای کړې . پوتين وايي زموږ دریځ خورا روښانه او شفاف دی: موږ تل په فضا کې د اټومې وسلو د ځای پرځای کولو په کلکه مخالف یو. نوموړې زياته کړي روسیه څو ځله وړاندیز کړی چې په فضا کې ګډې همکارۍ پیاوړې کړې، خو د ځینو دلایلو له مخې په لویدیځ کې دا موضوع بیا نه ده راپورته شوي

د روسيي دفاع وزير شیګو ادعا کړي چې سپینې ماڼۍ دا تورونه ځکه لګولي چې غواړې کانګرس دي ته اړ کړې ترڅو د اوکراين لپاره د مرستې ملاتړ اعلان کړې او همدارنګه مسکو وهڅوی چې د اټومی وسلو کنټرول خبرو اترو ته بیا داخل سې چې روسیه یې د اوکراین په اړه د متحده ایالاتو سره د تاوتریخوالې په جریان کې وځنډوله.