پوتین: که اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو وسلو کارولو ته اجازه ورکړي، د روسیې سره به په جګړه کي د ناټو ننوتل وي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لوېدیځ ته خبرداری ورکړی چي که اوکراین ته په روسیه کي دننه پر هدفونو د برید لپاره د اوږد واټن ویشتونکو وسلو کارولو ته اجازه ورکړي، د روسیې سره به په جګړه کي د ناټو ننوتل وي.
دا جدي خبرداری په داسي حال کي مطرح سوى چي امریکایي او برېټانوي چارواکي د کییف پر هغي غوښتني خبري کوي چي پر روسیې په برید کي د لوېدیځو وسلو د کارولو په اړه قوانین نرم کړي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخي، مسکو د کورسک په لوېدیځه سیمه کي چي اوکرایني ځواکونو په وروستیو اوونیو کي پرمختګ کړی وو، د سیمي د یوې برخي د بېرته نیولو ادعا هم کړې ده.
اوس مهال، واشنګټن یوازي پر دې غور کوي چي اوکراین ته اجازه ورکړي چي د اوکراین په نیول سویو برخو او د روسیې په ځینو سرحدي سیمو کي چي د مسکو له پوځي عملیاتو سره مستقیمه اړیکه لري، پر روسي اهدافو بریدونه وکړي.