پولیس وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کي په یوه چاودنه کي لږ تر لږه ۱۲ کسان ژوبل سوي دي

پولیسو په یوه بیان کي ویلي دي چي د چهار شنبې په ورځ د پولیسو د ګزمې موټر د کوټي پر شرقي بایپاس سړک تېرېدی چي چاودنه وسوه او پر مهال یې دوه سرتېري او ۱۰ ولسي وګړي ژوبل سول.
په کوټه کي د پولیسو د بمونو شنډولو څانګي ویلي دي چي له لومړنیو پلټنو ښکاري چي دا د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه.
د دغه چاودني مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په بلوچستان کي ډيری بریدونه بلوڅ بېتلون غوښتونکي کوي.
بل خوا د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، پاکستان د افغانستان د ې ثباته کولو لپاره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کي وسله وال روزي.
د هغه په وینا، پاکستان له امريکا او چين سره دوه مخې لوبه کوي او ترهګر يې ساتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *