پينو الارچي: نړیواله ټولنه مکلفه ده چي افغان بزګرو ته د کوکنارو د بدیلو کښتونو وړاندي کولو سره همکاري وکړي

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتو سازمان د نشه ‌يي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې ادارې له پخواني اجرائیوي ریيس پينو الارچي سره په کتنه کي ویلي چي په افغانستان کي د نشه‌ يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره ښه زمینه برابره سوې او نړیوال سازمانونه کولای سي په دې برخه کي له افغانانو سره همکاري وکړي.
ارګ وایي، دغه لیدنه نن دو شنبه تر سره سوې او دواړو لورو په افغانستان کي د نشه ‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې او په دغه برخه کي د افغانستان او نړیوالي ټولني پر راتلونکو ګډو همکاریو خبري کړي.
پينو الارچي ویلي، دوی غواړي په نږدې راتلونکي کي په کابل کي نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لاري افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندي کولو په برخه کي د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.
د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال بیا ویلي، چي د تیرو څه باندي دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کي د نشه ‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندي جدي مبارزه سوې او اوسمهال یې د تولید او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې.
دغه لیدنه پر داسي مهال کیږي چي په افغانستان کي سږ کال هم په ډيری ولایتونو کي کوکنار کرل سوي وه خو د امنیتي کسانو له خوا مات سوي دي.