د پښتون ژغورني غورځنګ غړي وايي، چي ټاکل سوې ده، چي په راتلوونکي چهارشنبه د دغه غورځنګ غړي د هغه افغان کډوالو په ملاتړ لاریون وکړي، چي په دا وروستیو کي د پاکستان حکومت په ظلم، جبر او غیر انساني چلن سره د پاکستان څخه باسي.
د یاد غورځنګ غړي دغه راز زیاتوي، چي دغه لاریون ئې د افغان کډوالو د حقوقو څخه د دفاع او د هغوی له پاره د عدالت غوښتني په موخه پلان کړی دئ.
ټاکل سوې ده، چي د پښتون ژغورني غورځنګ غړي به سبا یکشنبه د پاکستان څخه د جبري ایستلو سوو افغان کډوالو په ملاتړ او د هغوی د حق غوښتلو په موخه ورته لاریون په پاریس کي تر سره کړي.