د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، دغه لاریونونه په پښتون مېشتو سیمو کي د نا امنیو، خپلسرو نېونو او د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو د نیولو په غبرګون کي ترسره کېږي.
د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړو تېره ورځ اعلان وکړ، چي په ټولو پښتون مېشتو سیمو کي به لاریونونه کوي.
د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی حنیف پښتین پر خپله اېکس پاڼه د یوه ویډیویي پيغام په خپرولو سره وايي، په پښتونخوا وطن یوځل بیا ډالري جنګ مسلط سوی دی او د دوی په سیمو کي داسي پېښي کېږي، چي هغه دوی ډېر دردوي.
نوموړی وايي، د لاریونونو پرېکړه د خیبر جرګې د ۸۰ کسیزي کمیټې له لوري سوې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کي یوځل بیا وسلهوالي ناکرارۍ زیاتي سوي او هره ورځ په پښتون مېشتو سیمو کي د وسلهوالو بریدونو او بمباریو راپورنه ورکول کېږي.