پښتون ژغورني غورځنګ: پاکستان دي پر افغان کډوالو روان ظلم ودروي

د چهار شنبې په ورځ په لندن کي د پښتون ژغورني غورځنګ غړو په پاکستان کي د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه لاریون کړی وو.
هغوی د یاد لاریون پر مهال وویل چي پاکستان دي د افغان کډوالو په زور او جبر سره د هغوی ایستل او پر هغوی روان ظلم دي و دره وي.
لاریون کوونکو له پاکستان څخه دافغان کډوالو جبري ایستل له بشري حقونو سرغړونه یاده کړل او له پاکستاني حکومت ئې غوښتي، چي د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ بنده کړي.
په لاریون کی د پاکستان د حکومت او استخباراتي ادارې خلاف شعارونه ورکول کېدل. دوی له پاکستان حکومته دا هم غوښتي، چي له زندانونو افغانان ازاد او د ښه ګاونډيتوب اصل پر ځای کړي.