پښتین وايي، نیول سویو افغانانو ته ویل کېږي چي که ووايي د اسلام اباد په مظاهرو کي یې ګډون کړی، ژر به خوشي سي

د پاکستان حکومت د دې لپاره چي د عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند مظاهرې په افغان کډوالو پوري وتړي، د افغانانو نیونو ته دوام ورکړی دی.
د نیونو په دوام کي له اسلام اباد او راولپنډۍ وروسته پولیسو په پېښور کي هم د افغانانو د نیونو لپاره پراخي پلټني پیل کړي او د دوی په وینا هغوی چي اسناد نه لري، نیسي.
په همدې حال کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وايي چي په اسلام اباد کي افغانان د تحریک انصاف په مظاهره کي نه بلکي له مظاهرې وروسته په عامو بازارونو کي نیول سوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او ځینو نورو چارواکو ادعا کړې چي لسګونه افغانان یې د تحریک انصاف د مظاهرې په ترڅ کي په داسي حال کي نیولي چي له مظاهره چیانو سره یې ملګرتوب کاوه.
منظور پښتین نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي له نیول سویو افغانانو په زوره اقرار اخیستل کېږي چي ګواکي په مظاهرو کي یې برخه اخیستې وه.
ده دا هم وویل چي نیول سویو کسانو ته ویل سوي چي که دا اقرار د رسنیو په مخکي وکړي نو ژر به خوشي سي.