پی ټي ايم: پاکستاني پولیسو منظور احمد پښتين نيولی

د پي ټي ايم يو شمېر غړي وايي، چې پاکستاني پوليسو ددوی مشر منظور پښيتن نیولی او د ځان سره يې نامعلوم ځای ته وړی دی.

ددې غورځنګ غړي وایې، چي پښتين د چمن له پرلت څخه کوټي لوري ته روان و، چې د لاري په اوږدو کي، پاکستانی پوځ او استخباراتو د هغه د نیولو لپاره کمين نیولی و.

ددوی په خبره، چي پاکستاني پوليسو لومړۍ د هغه پر موټر وسله وال بريد وکړ، چي هغه تر بريد روغ وتلی او بيا د پوليسو له لوري سيمه په مکمل ډول کلابنده سوه.

د پي ټي ايم غړي وايي، تر څو ساعتونو محاصرې وروسته د پاکستان استخباراتو منظور ونیوی او له ځان سره يې بوتلی.