ځیني افغان فعالان او خبریالان وايي، د ایران ولسمشر دي د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي

په ایران کي ځینو افغان فعالانو، د مدني ټولني غړو او خبریالانو د هغه هیواد له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه غوښتنه کړې چي حکومت یې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي.

دغو فعالانو په یوه غونډه کي ویلي، افغانستان ته د هغو کسانو اخراج چي تر تعقیب لاندي دي، د دوی ژوند په خطر کي اچوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دوې اوونۍ مخکي ویلي وه، هغه ډله افغانان چي په غیرقانوني اسنادو ایران ته ورغلي، بېرته افغانستان ته ایستل کېږي.

له پاکستانه هم د نومبر میاشتي له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی او ځینو نورو هیوادونو هم ویلي چي افغانستان ته به د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.

بل خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د شنبې په ورځ له ایران او پاکستانه ۱۹۵ کورنۍ هیواد ته راستنې سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *