څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نیول سوي دي

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت اعلان کړی چي څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نیول سوي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، چي دا کسان د تخار او فاریاب ولایتونو څخه نیول سوي او دوی ته مخکي څو ځله سپارښتنه سوې وه چي له دې ډول ویلو څخه ډډه وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي په یوه وروستۍ پېښه کي، په کابل کي د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د ده‌سبز په سیمه کي د موسیقۍ ګڼ شمېر وسایل وسوځول.
دغه وزارت د ۱۴۰۳ کال په دوبي کي اعلان وکړ، چي دوی په تېر کال کي په ټول افغانستان کي له ۱۲زره څخه ډیر د موسیقۍ الات له منځه وړي دي.