د لوړو زده کړو وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي، په غزني کي یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کي د ابونصر، په بادغیس کي د حنظله او حکمت، په تخار کي د فجرستان، په کندز کي د نمر، په بغلان کي د رویان او قدس، په بلخ کي د سادات، په سمنګان کي د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کي د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي دي.
په اعلامیه کي د دې موسسو د بندیدو په علتونو کي، خیالي استادان او محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او یوشمیر نوري سرغړوني یادي سوي دي.
په دې اعلامیه کي وړاندي راغلي دي چي دا د لوړو زده کړو د وزارت د مشرتابه د شورا پریکړه ده او د دې موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي سي.