چارواکو له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۲۱۶ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی

چارواکي وایي، پرون د تورخم له لارې ۷۲، د کندهار د سپین بولدک له لاري ۵۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لاري ۴۲ او د هرات د اسلام کلا له لاري ۵۰ کورنۍ هیواد ته راستنې سوي دي.
د مسوولینو په وینا، ۳۰۴ راستنو سويو کسانو ته وړيا سيم­کارډونه وېشل سوي او ۲۹ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول سوي دي.
له نومبر میاشتي راهیسي له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.