چارواکو په بامیان او میدان وردګ کي ۴ تنه په عام محضر کي په درو وهلي دي

چارواکو په بامیان او میدان وردګ کي ۴ تنه «له کوره د تېښتي» او « لواطت» په تور په عام محضر کي په درو وهلي دي.

ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي هر یوه یې ۳۹ درې وهلي دي.

ستري محکمې د دغو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړى چي هر یو یې په یو کال بند محکوم کړى دی.

چارواکي همداراز وايي، په میدان وردګ ولایت کي دوه سړي په عام محضر کي د «لواطت» په تور په په درو وهلي دي.

ستري محکمې نن په یوه خبر پاڼه کي ويلي چي هر یو سړی ۳۹ درې وهل سوی دی.

دوی همدارنګه په دوه کاله بند هم محکوم سوي دي.

څلور ورځي وړاندي چارواکو په لوګر او پروان ولایتونو کي د یوې ښځي په ګډون شپږ تنه په عام محضر کي په درو ووهل.

په څه کم دوو اونیو کي په مختلفو ولایتونو کي لږ تر لږه ۲۸ کسان په عام محضر کي په درو وهل سوي دي.