وروسته له هغه چي له مخدرو موادو او جرمونو سره د ملګروملتو دفتر وویل په افغانستان کي د تریاکو په تولید کي د تېر کال پرتله ۱۹ سلنه ډېروالی راغلی، چارواکو په بدخشان ولایت کي ۳۱ کسان د کوکنارو د کرلو په تور نیولي دي.
د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کي هم ویل سوي وه چي د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د دغو موادو په دودیزو سیمو لکه هلمند کي کم سوی خو د بدخشان په څېر په نویو سیمو کي ډېر سوی دی.
د دې ادارې پر اساس، د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کي د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات سوی دی.
د راپورونو له مخي په بدخشان ولایت کي له مخدروموادو سره د مبارزې د پولیسو یوه چارواکي ویلي چي نیول سوي کسان د بدخشان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.