چارواکو یو ځل بیا بهر ته د امریکايي ډالرو پر انتقال محدودیت اعلان کړی دی

په افغانستان کي د تیرو دوو اونیو په ترڅ کي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندي په چټک ډول د افغانۍ د ارزښت د کمیدو وروسته د ریاست الوزرا دفتر یو ځل بیا له خلکو غوښتي چي بهر ته د تګ راتګ پر مهال د ټاکل سوي اندازې پیسو څخه زیاتي پیسې انتقال نه کړي.
د ریاست الوزرا اړوند د چارو عمومي ریاست د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په یو خپور کړي حکم کي له سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو له کاروباریانو او عامو خلکو غوښتي چي له افغانستان څخه بهر ته د هوا له لاري د سفر پر مهال باید چي د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو او د مځکنیو سرحدي لارو د ۵۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیاتي پیسې له ځان سره انتقال نه کړي او د ټاکل سوي اندازې څخه د زیاتو پیسو د لیږد په صورت کي به سرغړونکي د بند له سزا سره مخ سي.
په دې حکم کي ویل سوي چي افغانستان ته د سیمي هیوادونو پوري اړوند اسعار راوړل هم منع دي.
په دې حکم کي له خلکو غوښتل سوي چي په ورځنیو چارو کي دي د بهرنیو اسعارو پرځای افغانۍ وکاروي.