چارواکي: ازبکستاني متخصصانو د پنجشېر د کانونو د استخراج سروې پيل کړې ده

چارواکي وایي، په پنجشېر کي د اوسپني او سپینو زرو د کانونو د استخراج لپاره د ازبکستان د متخصصانو یوې ډلي د پریانو په ولسوالي کي سروې پيل کړې ده.
د کانونو وزارت ویلي، د ازبکستان د متخصصانو ډله د افغانستان د جیولوجیکي سروې د انجنیرانو او د منرالونو د پېژندونکو له ټیم سره پنجشېر ته تللي دي.
له نژدې درېیو کلونو راهیسي چي ا.ا واک ته رسېدلی له یوشمېر چینایي او نورو شرکتونو سره یې د کانونو په برخه کي د میلیاردونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي ا.ا تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی خو د ا.ا مسوولین وایي، د رسمیت پېژندني ټول شرایط یې پوره کړي.