چارواکي: اندونیزیا غواړي له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کي اړیکي پراخي کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل ته د اندونیزیا جمهوریت د سرې میاشتي او د مسجدونو شورا رئیس او د دې هیواد د ولسمشر له پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره کتنه کي ویلي، اسلامي امارت د داعش او مخدره موادو په وړاندي مبارزه کي بریالی سوی.
د هغه په وینا، د نړۍ ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکوي، چي له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نسته.
متقي زیاته کړې، افغانستان لېواله دی چي د سویل ختیځي اسیا هیوادونو سره خپلي اړیکي پراخي کړي او افغانستان خپل ستراتيژيک موقعیت ته په پام د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګوني او ټرانزیټ په برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په دې کتنه کي اندونیزیایي پلاوي ویلي، هیواد یې غواړي، چي د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کي اړیکي پراخي کړي.
محمد یوسف کالا له افغانستان سره د روغتیا او افغان زده کړیالانو ته د بورسونو د ورکړي په برخه کي د همکارۍ ژمنه کړې.