چارواکي: تېره وري میاشت په هلمند کي اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

د هلمند امنیتي مسوولین وایي، په تېره وري میاشت کي د مرکز لښکرګاه په ګډون په ۱۸ ولسوالیو کي اورښتونو، سېلابونو او تندر د مالي زيانونو ترڅنګ ۷۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني وايي، په بېلابېلو پيښو کي ۲۸ تنه مړه سوي او ۴۹ تنه ټپیان نور ټپيان سوي.
د هغه په وینا، د یادو طبعي پيښو پر مهال ۵۷۴۷ بابه کورونه، ۳۵۷ بابه دوکانونه، ۲۶۳ د ویالو کوچني بندونه، ۵ بابه روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶ پلونه، ۶۹۳ نوي کارېزونه او سړکونه تخریب سوي دي.
هغه زیاته کړه، چي دغه راز ۲۴ بابه مدرسې، ۱۰۷ بابه مسجدونه، ۲۹۰۴۶ لمریزي هنداري، د ۶۰ عرادو بېلا بېلو ډوله موټرانو هنداري او ۷۳۷۲۰ جریبه کرنیزه مځکه تخريب سوې.
ده وویل، په بېلابېلو سیمو کي ۷۹۳ حيوانان هم تلف سوي او ۸۵ نور بیا تر اوسه ورک دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، په سېلابي سیمو او اوبو کي بند پاته سلګونه کسان بیا د دوی له خوا ژغورل سوي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي.