چارواکي: دا مهال د هیواد په زندانونو کي شاوخوا شپېته تنه بهرني وګړي بندیان دي

د زندانونو ریاست مرستیال عبدالله همدرد رسنیو ته ویلي، شپېته بهرني وګړي چي لس مېرمني هم پکښي دي اوسمهال د افغانستان په محبسونو کي بندیان دي.
هغه د دې بندیانو د هویت په اړه او دا چي د کومو هیوادونو دي، څه نه دي ویلي، خو له دې مخکي د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینیټ خبرداری ورکړی وو چي امریکايي وګړی رایان کوربت چي له دوو کلونو راهیسي په افغانستان کي بندي دی د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له جدي روغتیايي خطر سره مخامخ دی.
کوربت په افغانستان کي له نادولتي موسسو سره کار کاوه او په ۲۰۲۱م کال کي چي طالبان پر افغانستان واکمن سول دی له افغانستانه ووتی خو د ۲۰۲۲م کال په جنوري میاشت کي بیرته افغانستان ته راغلی چي له هغه وروسته ونیول سو.