چارواکي: د اهل هنود هیوادوالو د غصب سویو مځکو پر بررسۍ کار روان دی

د عدلیې وزارت وایي، د مځکو د غصب مخنیوي او د غصب سویو مځکو د بېرته راګرځولو کمېسیون له لوري په ټول هیواد کي د اهل هنود هیوادوالو د غصب سویو مځکو د بررسۍ او بېرته راګرځولو لړۍ پیل سوې ده.
دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چي د غصب سویو مځکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په مرکز او ولایتونو کي د مځکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ته لارښوونه کړې ده چي د اهل هنود هیوادوالو مځکي چي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي غصب سوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطه د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.
د عدلیې وزارت ویلي، د اهل هنود هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چي د کمېسیون او د تخنیکي هیئت سره د اړتیا په صورت کي خپل اسناد او کره معلومات شریک کړي ترڅو لازم اقدامات ترسره سي.
د عدلیې وزارت د معلوماتو پر اساس دغه کمېسیون د هیواد په کچه تر اوسه ۲ میلیونه جریبه مځکه له غصب څخه راګرځولې.