چارواکي: د ایران او پاکستان په زندانونو کي ۱۱ زره افغانان بندیان دي

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا مهال په پاکستان او ایران کي یولس زره افغان کډوال د بېلابیلو جرمونو په تور د دغو هیوادونو په زندانونو کي شپې سبا کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، په وروستي یو کال کي د پاکستان او ایران له زندانونو څخه تر دوولس زره زیات افغان کډوال را خوشي سوي.

د هغه په وینا، ا.ا او په ځانګړي توګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چي پاته زندانیان هم را ازاد کړي تر څو خپل هیواد ته راسي.

په پاکستان او ایران کي اکثره وخت افغانان له ظلمونو، رشوت اخیستلو او نورو ستونزو څخه شکایتونه کوي.

دوی وایي، که څه هم ډېری افغانان قانوني اسناد لري بیا هم نیول کیږي او زندانونو ته وړل کیږي چي ځیني يې بیا د پيسو په بدل کي خوشي کیږي.

دوی غوښتنه کوي چي د ا.ا مسوولین دي په جدي ډول د دوی د ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.