چارواکي: د تورخم دروازه به د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه سي

‏د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد وایي، د تورخم دوازې د خلاصون په اړه د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ابتدایي خبري سوي او ښایي دغه دروازه د ټرانزیټي موټرو پر مخ خلاصه سي.
ساجد زیاته کړې، چي سوداګرو د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته تر لوی اختر پوري د اوربند وړاندیز هم کړی دی.
د تورخم دروازه د رواني میاشتي په درېیمه نېټه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل سوه.
پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل د طـ..البانو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښي ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړول یاد کړي.
د یادوني ده، چي په تېرو شل ورځو کي د دواړو لورو ترمنځ وسله والي نښتي هم وسوې چي له امله یې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *