چارواکي: د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانیستل سوه

چارواکي وایي، د سالنګونو لویه لار چي څلور ورځي مخکي د تیزي واوري د اورښت، دوامداره طوفان او د ليدلو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو پرمخ تړلې وه نن دوشنبه خلاصه سوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، دغه لار د سالنګونو د ساتني او څارني ریاست په دوامداره هڅو له واوري څخه پاکه او نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو وسايطو پر مخ پرانيستل سوه.
د هغه په وینا، په سالنګونو کي نن هوا نيمه وریځ ده، د طوفان او اورښت اټکل سوی، نو امکان سته چي بيا وتړل سي.
د ټولګتو وزارت له ټولو هیواد والو او موټر چلونکو څخه غوښتنه کړې چي د زیان مننونکو سیمو څخه د تیریدو پرمهال دي ژمني توکي او د وسایطو لپاره ځنځیر له ځان سره ولري او ترافیکي قوانین دي مراعت کړي تر څو له پېښو سره مخ نه سي.