چارواکي: د سرپل په بلخاب کي د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه تثبیت سوي دي

مسوولین وایي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه د یونیم میلیارده ټنو سکرو په درلودلو سره تثبیت سوي دي.
په سرپل کي د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو مسوول فرید عظیم وايي، چي تازه د یاد ولایت په بلخاب حوزه کي د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه تثبیت سوي، چي په معیاري توګه به یې د سپړلو چاري د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او زرګونه تنو ته به پکښي د کار زمینه برابره سي.
د هغه په وینا، د لومړۍ سروې له مخي په یاد شمېر کانونو کي یو نیم میلیارده ټنه د ډبرو سکاره تثبیت سوي دي.
عظیم وویل، وروسته له هغه چي د بلخاب د ډبرو سکرو د کانونو مسووليت د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل سو، په دغو کانونو کي د خلکو له خوا د غير قانوني استخراج مخه هم نيول سوې ده.
ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند حبیب الله مسرور وایي، د بلخاب د ډبرو سکرو کان استخراج د هیواد په اقتصادي وده، د سترو پروژو په پلي کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کي مهم رول لوبولای سي.