چارواکي : د وردګو په چک ولسوالۍ کي د چک بند او برېښنا فابریکې رغنیزي چارې پیل سوې

چارواکي وایي، د وردګو په چک ولسوالۍ کي د چک بند او برېښنا فابریکې رغنیزي چارې پیل سوې، او ټاکل سوې چي تر راتلونکو نهو میاشتو به یې کارونه بشپړ سي.

د یاد بند او برېښنا فابریکې د بیارغولو تړون په ۱۳۹۶ کال کي د اوبو او برېښنا وزارت او الهاشم شرکت ترمنځ لاسلیک سوی وو، خو د دریو کلونو په تېرېدو سره یې د ځینو ستونزو له امله چاري نیمګړي پاته سوي وې.

د چک برېښنا فابریکې مسوولین وایي چي تازه د دغه شرکت نهه میاشتي موده تېره سوې او نهه میاشتي نور وخت لري.

بل خوا د چک یو شمېر اوسېدونکي د دغه بند د رغنیزو چارو بیاپیل ته خوښ دي، خو له سرپرست حکومت او الهاشم شرکت څخه غواړي چي چاري یې په ټاکلي وخت کي بشپړي کړي.

د چک بریښنا بند د دې ولسوالۍ له مرکز څخه په شاوخوا دوه کیلو مترۍ کي موقعیت لري.

دا بند په ۱۳۲۵ کال د المان هیواد له خوا جوړ سوی وو او هغه مهال یې د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *