چارواکي: د پاسپورټ تر لاسه کولو په بهیر کي د بهرنیو هیوادونو اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټ تر لاسه کولو په بهیر کي به هغو غوښتونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي چي د ایران او پاکستان پرته د بهرنیو هیوادونو اوسېدونکي دي.
دغه ریاست پر اېکس لیکلي چي دغه غوښتونکي کولای سي له اوږد انتظار او انلاین پروسې پرته خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
په افغانستان کي واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په بهر کي د افغان ادارو له خوا د پاسپورټونو ورکول بند سوي دي.
د معلوماتو له مخي د تېر کال په ترڅ کي په بلخ، کابل، بامیان، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کي لسګونه زره پاسپورټونه وېشل سوي، چي میلیونونه افغانۍ عاید لري.