چارواکي: د پاکستان له زندانونو څخه ۹ افغان بندیان خوشي سوي دي

په کراچۍ کي د ا.ا قونسلګرۍ خبر ورکړی چي د یوه کوچني په ګډون ۹ تنه افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو څخه خوشي سول.
دغي قونسلګرۍ پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي دغه ۹ افغانان پرون جمعه له زندانونو تر خوشي کېدو وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای سول.
ویل سوي، دغو کسانو د کډوالۍ کارډونه هم درلودل، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول سوي وه، چي ګواکي د کارډونو وخت یې پوره دی.
د نومبر میاشتي له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل روان دي، ورسره ایران هم د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی.