چارواکي: د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کي د اورلګېدني له امله شاوخوا دوه زره دوکانونه سوځېدلي

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش بازار اړوند په څو منډیو کي اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي.
د سیمي اوسېدونکي وایي، اور د جمعې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې د یوې منډۍ په منځ کي لګېدلی چې وروسته پراخ سوی او اووه ساعته یې دوام کړی.
د دغه دوکانونو څښتنان وایي، هر کس ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی او د ډېری کسانو ټوله سرمایه همدلته سوځېدلې ده.
بل خوا د سپين بولدک ولسوالۍ د اطفایې مسوولین وایي، دا چي اور پراخ سوی له یوې خوا د جمعې ورځ وه منډویاني بندي وې او له بلي خوا د اور سیمي ته د اطفایې د ورتګ لاري نه وې.
د دوی په وینا، د اورلګېدني له امله شاوخوا دوه زره دوکانونه سوځېدلي او د شاوخوا درې زره دوکانونو د سوځېدو مخنیوی سوی دی.
د سپین بولدک ولسوالۍ په دغه منډویانو کي له دې وړاندي هم اورلګېدني رامنځ ته سوي او درانه زیانونه یې اړولي.