چارواکي: هغه کسان نیول سوي چي شاوخوا يوه مياشت مخکي یې په هرات کي پر مسجد برید کړی وو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وايي، هغه کسان نیول سوي چي شاوخوا يوه مياشت مخکي یې د هرات د کذرې ولسوالۍ پر یوه مسجد برید کړی و او ځينو هیوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چي له يادو کسانو څخه يو انفجاري واسکټ، يو موټر او څو ميله وسلې د ا.ا ځواکونو لاس ته ورغلي.
بل خوا المرصاد ویب پاڼي د سرچینو په حواله ویلي، چي د داعش ډلي دغه نیول سوي غړي د پاکستان تر واکمنۍ لاندي بلوچستان څخه هرات ته تللي وه او هلته یې بریدونه پلانول.
المرصاد همدا شان زیاته کړې، د داعش ډلي دغو غړو څه موده مخکي د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ په یوه مسجد کي برید ترسره کړی وو چي پر مهال یې د یوه کوچني په ګډون ۶ تنه وژل سوي وه.