چارواکي وايي، افغانستان هر کال له ایرانه د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت توکي اخلي، خو ایران د افغانستان محصولاتو ته لازم بازار نه برابروي

د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، له ایران سره ډېري ښې سوداګريزي اړیکي لري، د سوداګرۍ کچي پراخېدو ته هم ژمن دي، د دواړو خواوو ظرفیتونه هم په دې برخه کي ډېر دي.

د هغه په وینا، د دوی ایرانیان د افغانستان محصولاتو ته لازم مارکېټ نه ورکوي او دوی دا خبره ایراني چارواکو ته هم کړې ده.

هغه زیاتوي چې هڅه کوي افغان سوداګرو ته په ایران کي ښه مارکېټ‌ برابر کړي.

د شمېرو له مخي، له ایران سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ توپیر ډېر زیات دی او له ایرانه د افغانستان واردات، ایران ته د افغانستان د صادراتو پرتله څو برابره دي.

ایرانی چارواکی وایي، د روان کال په لومړۍ درېیو میاشتو کي ایران افغانستان ته د څه باندي ۷۲۴ میلیونه ډالرو صادرات کړي چي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیات سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *