د کړکېچ د نړیوالي ډلي چارواکو دغه ژمنه د آذربایجان په هیواد کي د افغانستان د چاپېریال ساتني له عمومي مشر مطیع الحق خالص سره په کتنه کي کړې ده.
د راپورونو له مخي د کړکېچ نړیوالي ډلي ویلي چي په دې برخه کي د مرستندویانو د جلبولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو په کوربه توب د آذربایجان په پلازمېنه باکو کي د اقلیم د بدلون په اړه په نړیواله غونډه کي د حکومت د پلاوي ګډون د بشري حقونو د بنسټونو او د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ سوی دی.