چارواکي وايي، له ایران او پاکستانه تر ۲۲۰ زیاتي کورنۍ په جبري توګه هیواد ته ستنې کړل سوي دي

چارواکي وایي، چي پرون له دوو ګاونډیو هیوادونو څخه ۲۲۴ کورنۍ په جبر او خپله خوښه هیواد ته راستنې سوي دي.

دغه کورنۍ د کندهار، تورخم، اسلام کلا او د ورېښمو پله له لاري راستنې کړل سوي دي.

په راپور کي راغلي، چي په راستنو سویو کورنیو کي ۳۰ یې د تورخم، ۲۲ یې د سپین بولدک، ۶۵ یې د ورېښمو پله او ۱۰۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري راستنې سوي دي.

ویل کیږي چي د راستنو سویو کډوالو سره د مرستندویه بنسټونو له‌خوا مرستي سوي او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول سوي دي.

په دې وروستیو کي له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه سوې؛ خو د اېستل سویو کډوالو شمېر ته په کتو همدومره نور افغانان د بې روزګارۍ له امله په قاچاقي او ستړو لارو هره ورځ له هیواده وزي.