چارواکي وايي، پاکستان په خپله خاوره کي د داعش د غړیو د روزني مرکزونه جوړ کړي

باختر خبري اژانس، په یوه تبصره کي ویلي چي په دې وروستیو کي راپورونه خپاره سوي چي د بلوچستان په مستونګ او نورو سیمو کي، چي د اسلام‌آباد تر واک لاندي دي، ځیني خطرناکي ډلي فعاله دي چي هڅه کوي په افغانستان، سیمه او نړۍ کي امنیت ګډوډ کړي.

ډاکتر صبیحي بلوچ، چي د بلوچ بېلتون غوښتونکي تحریک یوه مهمه مشره ده، ویلي چي اسلام‌آباد په منظم ډول په مستونګ کي د داعش  مرکزونه جوړوي، هغوی ته روزنه او سرچینې برابروي.

ویل کیږي چي په پاکستان کي د دې ډلو د ملاتړ رول د سیمي او نړیوالي ټولني لپاره لومړنۍ اندیښنه پاته ده.

په دې تبصره کي ویل سوي چي نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي څو دې ډلو ته اجازه ورنه کړي چي نړیوال امنیت کمزوری کړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تر دې وړاندي هم څو ځله ویلي وه چي د دوی له لوري اکثره نیول سوي داعشیان د پاکستان اتباع او په پاکستان کي روزل سوي دي.