چارواکي وايي، په بغلان کي د وروستیو سېلابونو له امله ۴۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي چي په بغلان ولایت کي د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپیان سوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل ویلي، چي په دې ولایت کي د سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه، ۲۶۵ کسان ټپیان، څه باندي ۴۰۰۰ کورونه په ټولیز ډول او څه باندي ۲۰۰۰ کورونه قسماً ویجاړ سوي او همدارنګه زر څاروي هم تلف سوي دي.
د راپور له مخې له سېلاب ځپلو سره د مرستي په هدف یوه ځانګړې کمېټه جوړه سوې او د ژغورني د عملیاتو په ترڅ کي زر کسان چي د سېلابونو له خطرسره مخ وه ژغورل سوي دي.
بل خوا سیمه ییز چارواکي وایي، په فراه کي د یوه کور د چت د رالوېدو په پېښه کي ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویل کیږي چي په دغه کور کي د واده مراسم تر سره کېدل او ډيری ښځي او ماشومان راټول سوي وه.
د چارواکو په خبره، دا پېښه په بکوا ولسوالۍ کي سوې چي پر مهال یې پنځه ماشومان او یوه مېرمن مړه سوي او نهه تنه نور سخت ټپیان سوي دي.