چارواکي وايي، په کاپیسا ولایت کي د ګازو ډبې د چاودني له امله ۱۷ تنه ټپیان سوي دي

تر اوسه د چا د مړینې خبر نه دی ورکړل سوی.

د کاپيسا د والي مرستيال شيخ اسدالله سنان سيمه‌ييزو رسنيو ته ويلي چي د تېلو په یوه ټانک کي دا چاودنه نن سهار په تګاب ولسوالۍ کي شسوې ده.

هغه زياته کړه چي د تېلو ټانک د کارکوونکو د بې احتياطۍ له امله د ګازو ډبې اور اخیستی او ورپسې چاودنه سوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کي ډېر مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *