چارواکي وايي د اسلامي امارت د استازي پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته بې ګټي ده

د اسلامي امارت ویاند وايي، د دوی د استازي له حضور پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه بې ګټې ده.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چي د طالبانو له حضور پرته د دې غونډي پرېکړي هم «پیچلې» دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا وغوښتل، چي په ملګرو ملتونو کي د افغانستان څوکۍ دي اسلامي امارت ته وسپارل سي.

هغه ادعا کوي، چي طالبانو ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ په سپارلو سره به د افغانستان په اړه غونډي ګټوري وي.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، د دوی د استازو له حضور پرته د امنیت شورا ناستي به « بې ګټي او له ابهام څخه ډکي» وي.

ټاکل سوې، چي په دې غونډه کي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه وینا وکړي.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ د افغانستان د تېر حکومت د ډیپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کي ده.