د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه موضوع په افغانستان کي د دې موسسې مشر ریچارډ ترانچارډ د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر صدراعظم عثماني سره په کتنه کي مطرح کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان تر اوسه د دې کتني په اړه څه نه دي ویلي.
د دغه خبرپاڼي پر بنسټ، ښاغلي ترنچارډ د افغانستان د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ته ويلي چي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني د سازمان اصلي موخه د هیواد له کروندګرو سره مرسته ده؛ خو د دې ترڅنګ به په راتلونکي کال کي نوري پرمختیايي پروژې هم پيل کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مخکي په یوه راپور کي ویلي وه چي په افغانستان کي د لوږي مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ پر میندو او کوچنیانو سخته اغېزه کړې ده.