د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چي د برښنايي تذکرو د وېش د پروسې له پیل راهیسي څه باندي ۱۵ میلیون برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي، چي د اټکل له مخي د افغانستان د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کي راغلي چي په ټولیزه توګه له ۹ میلیونه ۶۷ زره څخه زیاتي الکترونیکي تذکرې نارینه وو او له ۵ میلیونه ۹۵۲ زره څخه زیاتي الکترونیکي تذکرې ښځو ته وېشل سوي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې څو میاشتي وړاندي اعلان کړی وو چي د افغانستان د ټول نفوس ۳۵.۷ میلیونه څخه ۱۸.۲ میلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه ښځي دي.
په ۱۴۰۲ هجري کال کي د افغانستان نفوس ۳۴.۹ میلیونه اټکل سوی وو.
دا په داسي حال کي ده چي اوس هم په اکثره ولایتونو کي د برېښنايي تذکرو تر لاسه کولو پر مهال خلک له ځیني ستونزو سره مخ دي او وایي، په تذکرې په ځنډ تر لاسه کوي.