چارواکي وایي، د ټاپي پروژې د بورډ غونډه په عشق آباد کي جوړه سوه

ترکمن رسنیو راپور ورکړی، چي د ټاپي شرکت مسولینو د ټاپي پروژې د پراختیا بهیر د بیا کتني په موخه د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کي غونډه کړې ده.

د « ټرينډ نيوز» د راپور پر بنسټ، په دې ناسته کي د بورډ غړو په سیمه ییزه او نړیواله کچه د انرژۍ د امنیت د ټینګښت په برخه کي د ټاپي پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ له یوه پلاوي سره ترکمنستان ته سفر کړی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان مخکي ویلي وه چې په ترکمنستان کي د دوى لېږل سوى پلاوی به د دوه اړخېزو اړیکو، کانونو، ریل پټلۍ او د افغانستان په خاوره کي د ټاپي پروژې د عملي پیل په اړه خبري وکړي.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کي د څلورو هیوادونو لکه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پرانیستل سوه.

افغانستان به د کافي ګازو د ترلاسه کولو ترڅنګ په کال کي له دې پروژې څخه له ۴۰۰ میلیونو ډالرو څخه زيات د ګازو ټرانزيټ حق ترلاسه کړي.