د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چي اوس مهال له ۱۶ زرو څخه زیات افغانان په دوو ګاونډیو او یو شمېر عربي هیوادونو په زندانونو کي بندیان دي.
د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کي خبریالانو ته وویل چي په تېر یوه کال کي د کډوالو اوستنېدونکو د چارو وزارت د نورو ادارو په ملتیا په دې توانیدلی چي پنځه زره او ۷۶۶ افغان کډوال د ترکیې او پاکستان له زندانونو خوشي او افغانستان ته ستانه کړي.
د هغه په وینا، چي له څلور زرو څخه زیات افغان بندیان د هغوی نسبتي دوسیو سره د ایران له زندانونو د طالبانو حکومت ته سپارل سوي او له دغه هیواد څخه د نورو افغان بندیانو د انتقالېدو هڅي رواني دي.
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چي شاوخوا ۴ زره ۶۶۴ افغانان د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او نورو عربي هیوادونو په زندانونو کي پراته دي.