چارواکي وایي، په افغانستان کي بشري حقونه خوندي دي او له چا سره تبعیضي چلند نه کیږي

وروسته له هغه چي جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا وویل چي له ښځو سره د اسلامي امارت د جنسیتي تبعیض په اړه به د عدالت نړیوالي محکمې ته شکایت وکړي، د حکومت یو ویاند وايي، په افغانستان کي بشري حقونه خوندي دي او له چا سره تبعیضي چلند نه کیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د ځینو هیوادونو هغه تورونه بې بنسټه دي چي طالبان په جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو په نقض تورنوي.

د فطرت په وینا، یو شمیر هیوادونه د افغانستان پر ضد پروپاګند کوي.

له بلي خوا د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د عدالت په نړیواله محکمه کي د طالبانو خلاف د جرمني، کاناډا، استرالیا او هالنډ‌ اقدام ښايي، په افغانستان کي د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو لپاره د عدالت پیلامه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *