چارواکي وایي، چمتو دي چي د الماني ډیپلوماټانو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړي

وروسته له هغه چي د المان واکمن سوسیال ډیموکراټ ګوند ویاند نیلر اشمید په افغانستان کي د الماني ډیپلوماټانو د فعالیت غوښتنه وکړل د ا.ا مرستیال ویاند د هغه د دغه څرګندونو ملاتړ کړی.
د ا.ا مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، چي ا.ا د اشمید څرګندونو ته په ښه سترګه ګوري او که المان کابل ته خپل ډیپلوماټان را واستوي ا.ا دغو ډیپلوماټانو ته د فعالیت زمینه برابروي.
فطرت دغه راز ویلي، د دواړو هیوادونو د سیاسي استازولیو بیرته فعالېدل به وکولای سي، چي د متقابل درک سطحه لوړه کړي.
المان تر اوسه له ا.ا سره د سیاسي اړیکو د جوړولو په برخه کي زړه نه دی ښه کړی.