چارواکي وایي، چي له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغانانو جبري راستنېدل زیات سوي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د کتني پر مهال ویلي چي دوی د راستنو سویو افغانانو د اوسېدو مدیریت کړی دی.

په همدې حال کي له پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه سوي افغانان وايي چي ژمنه سوي مرستي یې نه دي ترلاسه کړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان د تېر کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د ۱.۷ میلیونو بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.

ایران هم په دې وروستیو کي د بې اسنادو افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کړی دی.

ایراني چارواکي وايي، د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پوري به دوه ملیونه غیرقانوني افغان کډوال له خپلي خاوري وباسي.