چارواکي: په بدخشان کي د مځکي ښویدني په پېښه کي اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کي د مځکي ښویدني په پېښه کي دوه کسان مړه او ۶ نور ټپيان سوي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري ویلي، په دې پېښه کي د استوګني ۱۶ کورونه، یو ښوونځی او ۵ کیلومتره سړک هم ویجاړ سوی دی.
د غويي له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو شاهدان وه چي سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله او زرګونه څاروي هم تلف سوه.